1. يا، سين 2. قسم دى په قرآن، چې ډېر د حكمت والا دى 3. بېشكه ته، یقینًا له رسولانو ځنې يې 4. په نېغه لار يې 5. (دغه قرآن) د ډېر غالب، بې حده مهربان نازلول دي 6. د دې لپاره چې ته هغه قوم ووېروې چې د دوى پلرونه نه دي وېرول شوي، نو (ځكه) دوى غافلان دي 7. یقینًا یقینًا د دوى په زیاترو باندې (د عذاب) خبره ثابته شوې ده، نو (په دې وجه) دوى ایمان نه راوړي 8. بېشكه مونږ د دوى په غاړو (څټونو) كې طوقونه اچولي دي، نو دغه (طوقونه) تر زنو پورې دي، نو (په دې سره) دوى جګ سري كړى شوي دي 9. او مونږ د دوى په مخه كې یو دېوال كړى دى او یو دېوال د دوى شا ته، پس مونږ دوى پټ كړي دي، لهذا دوى هېڅ نه ویني