1.اى خلقو! له خپل رب نه ووېرېږئ هغه چې تاسو يې له یو نفس نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړې ده، او له دغو دواړو نه يې (په ځمكه كې) ډېر سړي او ښځې خواره كړل، او له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو له یو بل نه په(نامه د) هغه سره سوال كوئ او د خپلولۍ له پرېكولو نه (ووېرېږئ)، بېشكه الله پر تاسو باندې ښه ساتونكى (نګهبان) دى 2. او یتیمانو ته د هغوى مالونه وركړئ او ناپاكه څیز د پاك په بدل كې مه اخلئ او د هغوى مالونه له خپلو مالونو سره (په یوځای كولو) مه خورئ، یقینًا دا له همېشه بېخي لویه ګناه ده 3. او كه چېرې تاسو وېرېدلئ له دې چې د یتیمانو په حق كې به انصاف ونه كړى شئ، بیا نو له (نورو) هغو ښځو سره نكاح وكړئ چې ستاسو خوښې وي، دوه دوه، یا درې درې، یا څلور څلور، نو كه تاسو وېرېدلئ چې انصاف به ونه كړى شئ، بیا نو له یوې (اصیلې ښځې) سره (نكاح وكړئ)، یا وینځه (واخلئ)، دا (طریقه) ډېره نژدې ده دې ته چې تاسو به ظلم ونه كړئ 4. او ښځو ته د هغوى مهرونه په خوشحالۍ سره وركړئ، بیا كه دوى تاسو ته له هغه (مهر) نه څه شى د زړه په خوشحالۍ سره دركړي، نو هغه خورئ، چې ښه خوندوَر حلال (او) بې ضرره دى 5. او ناپوهو كسانو ته د هغوى مالونه مه ورسپارئ، هغه چې الله تاسو لپاره د ګذران سبب ګرځولي دي، او له د غو (مالونو) نه تاسو هغوى ته خوراك وركوئ او جامه وركوئ او هغوى ته ښه خبره كوئ