18. ژر ده چې مونږ به ډېر سخت تند خویه ملايك راوبلو 19. داسې نه ده ته د ده خبره مه منه، او (الله ته) سجده كوه او (الله ته) ښه نژدې شه
1. بېشكه مونږ دا (قرآن) د قدر په شپه كې نازل كړى دى 2. او ته څه شي پوه كړې چې د قدر شپه څه شى دى؟ 3. د قدر شپه له زرو میاشتو نه غوره ده 4. په دغه (شپه) كې (نور) ملايك او روح (جبریل) د خپل رب په حكم سره نازلېږي لپاره (د پوره كولو) د هر (مقرر شوي) كار 5. (دغه شپه) سلامتیا ده، دغه (شپه) تر سبا ختلو پورې ده
1. هغه كسان چې كافران شوي دي، چې كتابیان او مشركان دي، جدا كېدونكي نه وو تر دې چې دوى ته ښكاره دلیل راشي 2. چې د الله له جانبه رسول دى، چې (دوى ته) ډېرې پاكې صحیفې لولي 3. په دغو (صحیفو) كې ډېر سم (او درست) حكمونه (او فریضې) دي 4. او اهل كتاب په خپل مینځ كې سره جدا (او مختلف) شوي نه وو مګر وروسته له دې چې دوى ته ښكاره دلیل راغى 5. حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي (او) حنیفان (له باطله حق ته راګرځېدونكي) وي، او (د دې چې) دوى دې لمونځ قايموي او زكاۃت دې وركوي اوهم دغه ډېر محكم دین دى 6. بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي، چې اهل كتاب او مشركان دي، (دوى به) د دوزخ په اور كې وي، چې په ده كې به تل ترتله وي. هم دغه كسان د خلقو بدترین دي