19. او له ده سره (د ده په غاړه) د هیچا لپاره څه نعمت (او احسان) نشته چې بدله يې وركولى شي 20. مګر د خپل رب د مخ لټونې لپاره چې تر ټولو اوچت دى 21. او خامخا ژر به دى راضي شي`
1. قسم دى په څاښت باندې 2. او په شپه باندې كله چې قراره شي 3. چې ته خپل رب نه پریښى يې او نه يې (درسره) بغض ساتلى دى 4. او خامخا اخرت تا لپاره له دنیا نه ډېر غوره دى 5. او خامخا ژر به تا ته ستا رب دركړي، نو ته به راضي (خوشحاله) شې 6. ایا ته يې یتیم نه وې موندلى؟ پس پناه ځاى يې دركړ 7. او ته يې ناخبره (او ناپوه) وموندلې، نو لار ښوونه يې (درته) وكړه 8. او ته يې فقیر وموندلې، نو غني يې كړې 9. نو هر چې یتیم دى، نو ته (ده ته) قهر مه كوه 10. او هر چې سوالګرى دى، نو ته يې مه رټه 11. او پاتې شو (نعمت) نو ته د خپل رب نعمت بیانوه
1. ایا مونږ تا لره ستا سینه نه ده فراخه كړې 2. او له تا نه مو ستا دروند بار كوز كړى 3. هغه (بار) چې ستا شا يې كږه (او) درنه كړې وه 4. او تا لپاره مو ستا ذكر اوچت كړ 5. نو بېشكه له سختۍ سره اساني شته 6. بېشكه له سختۍ سره اساني شته 7. نو كله چې ته فارغ شې، نو (په عبادت كې،) ځان ستړى كوه 8. او خاص خپل رب ته رغبت (او زاري) كوه