10. او له میخونو والا فرعون سره (يې څه وكړل) 11. هغه كسان چې دوى په ښارونو كې سركشي كړې وه 12. نو په دغو كې يې فساد ډېر كړى و 13. نو ستا رب په دوى باندې د عذاب قمچینه (كروړه) نازله كړه 14. بېشكه ستا رب یقینًا په ځاى د انتظار كې دى 15. نو هر چې انسان دى، كله چې ده لره خپل رب وازمايي، پس ده ته عزت وركړي او ده ته نعمت وركړي، نو دى وايي: زما رب ما ته عزت راكړ 16. او خو هر كله چې دى وازمايي، پس په ده باندې د ده رزق تنګ كړي، نو دى وايي: زما رب زه سپك كړم 17. داسې نه ده، بلكې تاسو د یتیم (سره احسان او د هغه) عزت نه كوئ 18. او مسكین ته په طعام وركولو یو بل ته ترغیب نه وركوئ 19. او تاسو د میراث (پردى) مال خورئ، په خوړلو ټولو سره 20. او تاسو له مال سره مینه كوئ، ډېره زیاته مینه 21. داسې نه ده كله چې ځمكه وټكولى شي، په ټكولو ماتولو سختو سره 22. او ستا رب راشي او ملايك قطار قطار (راشي) 23. او په دغې ورځ كې به دوزخ راوستى شي، په دغې ورځ كې به انسان نصیحت (او پند) اخلي او (په دغه وخت كې) د ده لپاره نصیحت به څنګه (نفعمن) وي 24. دى به وايي: اى كاشكې ما د خپل ژوند لپاره مخكې (څه نېك عملونه) لېږلي وى 25. نو په دغې ورځ كې به د ده (يعنې د رب) د عذاب په شان هیڅوك عذاب نه وركوي 26. او د ده د تړلو په شان به هیڅوك تړل نه كوي 27. اى اطمینان نیوونكیه نفسه! 28. ته وګرځه خپل رب ته، په داسې حال كې چې خوشاله او راضي كړى شوى به يې 29. نو ته زما په بنده ګانو كې داخل شه 30. او زما جنت ته ننوځه