14. او هم دى ډېر بخښونكى، ډېر محبت كوونكى دى 15. د عرش مالك دى، لوى شان (او عزت) والا دى 16. ډېر كوونكى دى هغه څه لره چې دى يې اراده وكړي 17. ایا تا ته د لښكرو خبر راغلى دى؟ 18. چې فرعونیان او ثمودیان وو 19. بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي په دروغ ګڼلو كې (لګیا) دي 20. او الله د دوى له چاپېره نه راګېروونكى دى 21. بلكې دغه د لوى قدر والا قرآن دى 22. په لوح محفوظ كې دى
1. قسم دى په اسمان او د شپې په راتلونكي 2. او ته څه شي پوه كړې چې د شپې راتلونكى څه شى دى؟ 3. ځلېدونكى ستورى دى 4. نشته هېڅ یو نفس مګر په هغه باندې څارونكى (ساتونكى) شته 5. نو انسان دې وګوري چې دى له څه شي نه پیدا كړى شوى دى؟ 6. دى له ټوپ وهونكو اوبو نه پیدا كړى شوى دى 7. چې د شا او له سینو د هډوكو له مینځ نه راوځي 8. بېشكه دغه (الله) د دغه (انسان) په بیا راژوندي كولو یقینًا قادر دى 9. په هغې ورځ چې د پټو څیزونو به (په كې) څېړنه (او څرګندونه) كولى شي 10. نو د دغه (انسان) لپاره به نه هېڅ قوت وي او نه څوك مدد كوونكى 11. قسم دى په اسمان چې خاوند د باران دى 12. او په ځمكه چې د (زرغونې راوتلو لپاره) چاودېدلو والا ده 13. بېشكه دا (قرآن) یقینًا (د حق او باطل) بېلونكې وینا ده 14. او دا هیڅكله عبثه (او د ټوقو) خبره نه ده 15. بېشكه دوى مكر او چل كوي، یو چل كول 16. او زه هم یو تدبیر كوم، تدبیر كول 17. نو ته كافرانو ته مهلت وركړه، ته دوى ته لږ مهلت وركړه