22. بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي؛ هغوى تكذیب كوي 23. او الله ښه عالم دى په هغه څه چې دوى يې پټ ساتي 24. نو ته دوى ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه 25. غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره نه ختمېدونكى اجر دى
1. قسم دى په اسمان چې خاوند د برجونو دى 2. او په وعده كړى شوې ورځې(د قيامت) 3. او په ګواه يا حاضرېدونكي او په هغې (ورځې) چې هغې ته حاضري كولى شي (چې د قيامت ورځ ده) 4. هلاك دې كړى شي خاوندان د خندق 5. چې (په كې) اور و د بلېدلو (او لرګو) والا 6. كله چې دوى په (غاړو د) هغو ناست وو 7. او دوى هغه څه ته چې دوى به په مومنانو باندې كول؛ حاضر وو 8. او دوى له دغو (مومنانو) نه هېڅ عیب نه لیده مګر دا چې دوى په الله باندې ایمان راوړى و، چې ډېر غالب، ښه ستايل شوى دى 9. هغه (الله) چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او الله په هر شي باندې ښه خبردار (او ګواه) دى 10. بېشكه هغه كسان چې مومنان سړي او مومنې ښځې يې په فتنه (عذاب) كې اچولي وي، بیا يې توبه نه وي ایستلې، نو د دوى لپاره د جهنم (دوزخ) عذاب دى او د دوى لپاره د ډېر سوځوونكي اور عذاب دى 11. بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي د دوى لپاره داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، همدغه ډېره لویه كامیابي ده 12. بېشكه ستا د رب نیول یقینًا ډېر سخت دي 13. بېشكه هم دغه (الله) اول ځلې پیدا كوي او دویم ځلې پیدا كوي