11. هغه كسان چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي 12. او دغه (ورځ) دروغ نه ګڼي مګر هر زیاتي كوونكى، سخت ګناه ګار 13. كله چې ده ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي؛ دى وايي: (دا) د ړومبنیو (خلقو) باطلې قصې دي 14. داسې نه ده، بلكې د دوى په زړونو باندې هغو (د ګناه عملونو) زنګ لګولى دى چې دوى به كول 15. داسې نه ده په كار، بېشكه دوى به په دغې ورځ كې له خپل رب نه یقینًا په حجاب (بند) كړى شوي وي 16. بیا بېشكه دوى یقینًا دوزخ ته ننوتونكي دي 17. بیا به (دوى ته) ویلى شي: دا هغه (دوزخ) دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه 18. داسې نه ده، بېشكه د نېكانو (خلقو) عملنامې (لیكلى كتاب) خامخا په ’’علِّیین‘‘ كې دي 19. او ته څه شي پوه كړې چې ’’علّیون‘‘ څه شى دى 20. یو دفتر (كتاب) دى چې لیكل شوى دى 21. چې ده ته مقرب (بنده ګان او ملايك) حاضرېږي 22. بېشكه نېكان خلق یقینًا په نعمتونو كې دي 23. دوى به په تختونو باندې (ناست) وي، ګوري به 24. (اى كتونكیه!) ته به د دوى په مخونو كې د نعمتونو تازګي وینې 25. په دوى به مُهر (ټاپه)كړى شوي خالص شراب څښولى شي 26. چې د دغو مُهر (ټاپه) به مشك وي، او په دغه (نعمتونو) كې، پس په كار ده چې رغبت كوونكي رغبت وكړي 27. د دغو (شرابو) ګډون له تسنیم (چينې) څخه دى 28. چې یوه چینه ده چې له دې نه به (د الله) مقربین څښي 29. بېشكه هغه كسان چې جرم (د كفر) يې كړى دى، دوى به په هغو كسانو پورې خندا كوله چې ایمان يې راوړى و 30. او كله چې به د دوى (مومنانو) په خوا كې تېرېدل (نو) په خپلو منځونو كې به يې سترګكونه وهل 31. او كله چې به دوى خپلو كورونو ته واپس كېدل (نو) خوشاله به واپس كېدل 32. او كله چې به دوى دغه (مسلمانان) وليدل (نو) ويل به يې: بېشكه دغه خلق یقینًا ګمراهان دي 33. حال دا چې دوى په دغو (مومنانو) باندې نګرانان (څوكيداران) نه وو لېږل شوي