21. بیا يې دى مړ كړ، نو دى يې په قبر كې كېښود 22. بیا چې كله وغواړي دى به ژوندى كړي 23. داسې نه ده، دغه (انسان) هغه كار نه دى كړى چې دغه (الله) ده ته حكم كړى دى 24. نو انسان دې خپل طعام ته وګوري 25. چې بېشكه مونږ اوبه راتوى كړې دي، راتویول 26. بیا مونږ ځمكه څیرې كړې ده، څیرول 27. نو مونږ په دې كې دانې را زرغونه كړي دي 28. او انګور او تركاريانې 29. او زیتون او كجورې 30. او ګڼ باغونه 31. او مېوې او ګياه (واښه) 32. ستاسو او ستاسو د څارویو د فايدې لپاره 33. نو كله چې سخت اواز راشي 34. په هغه ورځ چې سړى به له خپل وروره تښتي 35. او له خپلې مور او خپل پلاره 36. او له خپلې ښځې او خپلو زامنو نه 37. په دوى كې د هر سړي لپاره به په دغه ورځ كې یو حال وي چې دى به (له نورو نه) بې پروا (بې غوره) كوي 38. څه مخونه به په دغې ورځ كې روښانه وي 39. خندېدونكي (او) خوشاله به وي 40. او څه مخونه به په دغې ورځ كې پر هغو به ګرد پروت وي 41. دغه (مخونه) به توروالي پټ كړي وي 42. دغه (تور مخي) خلق هم دوى كافران (او) فاجران (بدكاران) دي
1. كله چې لمر ونغښتل شي 2. او كله چې ستوري خړ شي 3. او كله چې غرونه روان كړل شي 4. او كله چې د لسو میاشتو بلاربې اوښې معطلې (ازادې) پرېښودى شي 5. او كله چې وحشي ځناوران راجمع كړل شي 6. او كله چې دریابونه بل كړى شي 7. او كله چې نفسونه جوړه كړل شي