1. اى په جامه كې نغښتونكیه! 2. ته پورته شه، نو (خلق) ووېروه 3. او نو د خپل رب لويي بیانوه 4. او نو خپلې جامې پاكې ساته 5. او ګناه (او بتان) نو ترك كړه 6. او (داسې) احسان مه كوه چې بدل (او ډېرول) يې غواړې 7. او خاص د خپل رب لپاره، پس صبر كوه 8. نو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي 9. نو په دغه وخت كې دغه ډېره سخته ورځ ده 10. په كافرانو باندې اسانه نه ده 11. ته پرېږده ما او هغه څوك چې ما دى يواځې پیدا كړى دى 12. او (بیا مې) ده ته ډېر زیات مال وركړ 13. او زامن حاضر (باشه) 14. او ده ته مې فراخي وركړه، ډېره فراخي 15. بیا دى طمع لري چې زه به ده ته لا زیات وركړم 16. هیڅكله هم نه، بېشكه دى زمونږ له ایتونو سره ډېر عناد كوونكى (مخالف) و 17. ژر به زه ده ته ډېر سخت تكلیف وركړم 18. بېشكه ده فكر وكړ او اندازه يې وكړه 19. پس دى دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه؟ 20. بیا دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه 21. بیا يې وكتل 22. بیا يې مخ تریو كړ او وچولى (تندى) يې بوټ كړ 23. بیا يې شا كړه او لويي يې وكړه 24. نو ده وویل: نه دى دا (قرآن) مګر داسې جادو چې رانقل كولى شي 25. نه دى دا مګر د انسان قول 26. ژر به زه دى د دوزخ اور ته داخل كړم 27. او ته څه شي پوه كړې چې سقر (د دوزخ اور) څه شى دى 28. دى به نه باقي ساتي او نه به پرېږدي 29. انسان لره ډېر سوځوونكى دى 30. په ده باندې نولس(ملايك) مقرر دي