5. نو ته صبر كوه، ډېر ښه صبر 6. بېشكه دوى (منكران) دغه (عذاب، قیامت) ډېر لرې ویني 7. او مونږه دى ډېر نژدې وینو 8. په هغې ورځ چې اسمان به د ويلې كړى شوې قلعي په شان شي 9. او غرونه به د رنګدارې وهل شوې وړۍ په شان شي 10. او یو دوست به له بل دوست نه پوښتنه نه كوي 11. حال دا چې دوى ته به هغوى ښودلى شي، مجرم (كافر) به ارزو كوي چې د دغې ورځې له عذابه خپل زامن په عوض كې وركړي 12. او خپله ښځه او خپل ورور 13. او خپله هغه قبیله چې ده ته به يې ځاى وركاوه 14. او هر هغه څوك چې په ځمكه كې دي ټول، بیا ده ته (دا كار) نجات وركړي 15. كله هم داسې نه ده، بېشكه دغه (د دوزخ اور) لمبې وهونكى دى 16. چې (د سر، لاسونو او پښو) پوستكي وېستونكى دى 17. دا (دوزخ) به راغواړي هغه څوك چې شا كړې يې وي او مخ يې اړولى وي 18. او جمع (د مال) يې كړې وي، نو ساتلى يې وي 19. بېشكه انسان بې صبره پیدا كړى شوى دى 20. كله چې ده ته شر (مصیبت) ورسېږي (نو) ډېر فریاد كوونكى وي 21. او كله چې ده ته خیر (او خوشحالي) ورسېږي (نو)، ډېر منع كوونكى (او بخل كوونكى) وي 22. (خو) له لمونځ ګزارو نه غیر 23. هغه كسان چې دوى په خپلو لمونځونو باندې همېشه والى كوونكي وي 24. او هغه كسان چې د دوى په مالونو كې معلومه برخه (مقرر) ده 25. د سوالګر او محروم لپاره 26. او هغه كسان چې د بدلې د ورځې تصدیق (او باور) كوي 27. او هغه كسان چې دوى د خپل رب له عذاب نه وېرېدونكي دي 28. بېشكه د دوى د رب عذاب داسې دى چې بې وېرې كېدل ترې نشته 29. او هغه كسان چې هغوى د خپل شرم ځایونو حفاظت كوونكي دي 30. مګر له خپلو ښځو او خپلو وینځو نه، نو بېشكه دوى ملامت كړى شوي نه دي 31. نو هغه څوك چې له دغو نه علاوه غواړي، نو هم دغه كسان له حده تېرېدونكي دي