7. او دوى به د دغه (مرګ) ارزو هیڅكله هم ونه كړي، په سبب د هغو (كارونو) چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي او الله په ظالمانو باندې ښه پوه دى 8. ته (دوى ته) ووایه: بېشكه هغه مرګ چې تاسو له هغه نه تښتئ، پس یقینًا هغه له تاسو سره ملاقات كوونكى دى، بیا به تاسو د غیبو او ښكاره و عالم ذات ته بوتلى شئ، نو هغه به تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول 9. اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې د جمعې د ورځې د لمانځه لپاره اذان وویلى شي، نو تاسو د الله ذكر ته منډې وهئ او اخيستل خرڅول پرېږدئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي كه تاسو پوهېږئ 10. نو كله چې لمونځ ادا كړى شي، نو تاسو په ځمكه كې خواره شئ او د الله له فضل څخه (څه) ولټوئ او تاسو الله ډېر زیات یادوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ 11. او كله چې دوى تجارت (سوداګري)، یا تماشه ولیدله (نو) دوى هغې ته خواره شول او ته يې ولاړ پرېښودلې، ته (دوى ته) ووایه: هغه څه چې له الله سره دي له دغې تماشې نه او له دغې سوداګرۍ نه ډېر غوره دي او الله تر ټولو ښه رزق وركوونكى دى
1. (اى نبي!) كله چې تا ته منافقان راشي (نو) دوى وايي: مونږ شاهدي وركوو چې بېشكه ته یقینًا د الله رسول يې او الله پوهېږي چې ته بېشكه (او) یقینًا د هغه رسول يې او الله شاهدي وركوي چې بېشكه منافقان یقینًا دروغ ویونكي دي 2. دوى خپل قسمونه ډال ګرځولي دي، نو دوى د الله له لارې نه منع شول، بېشكه دوى چې دي، بد دى هغه كار چې دوى يې كوي 3. دا ځكه چې یقینًا دوى ایمان راوړ، بیا كافر شول، نو د دوى په زړونو باندې مهر ولګول شو، پس ( اوس نو) دوى نه پوهېږي