11. او كه چېرې ستاسو په ښځو كې كومه ښځه ستاسو له لاسه ووځي (او) كافرو ته (لاړه شي) بیا ستاسو وار راشي (غزا وكړئ نو غنیمت واخلئ) نو تاسو هغو كسانو ته چې د هغوى ښځې تللې وي هومره (مال) وركړئ چې هغوى (پر هغو ښځو) لګولى دى او تاسو له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو په هغه ایمان لرونكي یئ 12. اى نبي! كله چې تا ته مومنې ښځې راشي چې له تا سره په دې خبره بیعت كوي چې له الله سره به هېڅ شى نه شریكوي او غلا به نه كوي او زنا به نه كوي او خپل اولاد به نه وژني او نه به داسې بهتان لګوي چې هغه د خپلو لاسونو او خپلو پښو په وړاندې جوړوي او په معروفو (نېكو چارو) كې به ستا نافرماني نه كوي، نو ته دوى بیعت كړه او د دوى لپاره د الله مغفرت (بخښنه) وغواړه، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 13. اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغه قوم سره دوستي مه كوئ چې الله پر هغوى باندې غضب كړى دى، یقینًا دوى له اخرته داسې نا امېده شوي دي لكه كفار چې د قبرونو والاو (له راژوندي كېدو) نه نا امېده شوي دي
1. د الله پاكي بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى 2. اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو هغه (خبره) ولې وایئ چې نه يې كوئ! 3. دا (خبره) د الله په نیز د غضب په لحاظ لویه ده چې تاسو هغه (خبره) ووایئ چې نه يې كوئ 4. بېشكه الله هغه كسان خوښوي چې د هغه په لاره كې صف تړلي جنګېږي، ګویاكې دوى په قلعي سره په یو بل پورې ټینګ كړى شوى (ښه محكم) عمارت دي