77. بېشكه دا خامخا ډېر عزتمن قرآن دى 78. په پټ ساتل شوي كتاب كې دى 79. چې ده لره نه مسه كوي مګر ښه پاك كړى شوي خلق (ملايك) 80. د رب العلمین له جانبه نازل كړى شوى دى 81. ایا نو تاسو د دې حدیث (قرآن) سپكاوى كوونكي یئ 82. او تاسو خپله برخه دا ګرځوئ چې لازمًا تاسو يې تكذیب كوئ (دروغ يې ګڼئ) 83. نو ولې يې نه (راګرځوئ) كله چې ساه ستوني ته ورسېږي 84. او په دغه وخت كې تاسو ګورئ 85. او مونږ ده ته له تاسو نه ډېر نژدې یو او لېكن تاسو نه وینئ 86. نو ولې يې نه (راګرځوئ) كه تاسو محكومان نه یئ 87. (نو ولې) دغه ساه (نه) راګرځوئ كه تاسو رښتیني یئ 88. نو كه چېرې (دغه مړى) له مقربینو څخه وي 89. نو (د ده لپاره) راحت او ښه رزق او له نعمتونو ډك جنت دى 90. او كه د ښي اړخ والاو ځنې وي 91. نو (ورته ویلى به شي:) تا ته سلام دى (اى) له ښي اړخ والاو ځنې! 92. او كه چېرې (دا مړى) د تكذیب كوونكو ګمراهانو ځنې وي 93. نو (د ده لپاره) د ډېرو اېشېدلو اوبو مېلمستیا ده 94. او دوزخ ته ننه اېستل دي 95. بېشكه دا خبره یقینًا هم دا حقه یقیني ده 96. پس ته د خپل عظیم رب د نوم پاكي بیانوه
1. د الله پاكي بیانوي هر هغه شى چې په اسمانونو او ځمكه كې دى او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى 2. خاص هم ده لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، دى ژوندي كول كوي اومړه كول كوي اوهم دى په هر شى باندې ښه قادر دى 3. هم دغه (الله) اول دى (هیڅ شى له هغه نه مخكې نه و) او اخر دى (له ده نه بعد هېڅ شى نشته) او لوړ دى (په هر شي بره دى) او باطن دى (له ده په وړاندې هېڅ شى پټ نه دى) او هغه په هر شي باندې ښه پوه دى