40. او دا چې بېشكه د ده كوشش به عنقریب وښوول شي 41. بیا به ده ته بدله وركړى شی، ډېره پوره بدله 42. او دا چې بېشكه ستا رب ته (د ټولو مخلوقاتو) ورګرځېدل دي 43. او دا چې بېشكه هم دغه (الله) (خلق) خندوي او ژړوي 44. او دا چې هم دغه (الله) مرګ وركوي او ژوند وركوي 45. او دا چې بېشكه دغه (الله) دوه جوړې نر او ښځه پیدا كړې دي 46. له یوه څاڅكي (نطفې) نه، كله چې وڅڅول شي 47. او دا چې بېشكه د ده په ذمه دي (له دې مرګ نه پس) بل ځلې پیدا كول 48. او دا چې بېشكه همدغه (الله) غني كول كوي او خزانې وركوي 49. او دا چې همدغه (الله) د شِعرٰى ستوري رب (او مالك) دى 50. او دا چې بېشكه همده ړومبني عادیان هلاك كړې دي 51. او ثمودیان هم، نو باقي يې پرې نه ښودل 52. او له دوى نه مخكې يې د نوح قوم هلاك كړ، بېشكه دوى، هم دوى، ډېر ظالمان او ډېر سركشان وو 53. او اړول شوي كلي يې ښكته راوغورځول 54. نو دغه هغه شي پټ كړ چې دى يې پټ كړ 55. نو (اى انسانه!) ته د خپل رب په كومو نعمتونو كې شك كوې 56. دا (محمدﷺ) له ړومبنیو وېروونكو ځنې یو وېروونكى دى 57. قیامت ډېر نژدى راغى 58. دې (قيامت) لره له الله نه غیر هېڅ څرګندوونكى نشته 59. ایا نو تاسو له دې خبرې (قرآن) نه تعجب كوئ 60. او خاندئ او نه ژاړئ 61. او تاسو غافلان يئ (لوبې كوونكي يئ) 62. نو تاسو الله ته سجده وكړئ او (د ده) عبادت وكړئ
1. قیامت ډېر رانژدې شو او سپوږمۍ وچاودله 2. او كه چېرې دوى كوم دلیل وویني (نو) اعراض كوي او وايي: دا خو راروان (قوي) جادو دى 3. او تكذیب كوي او د خپلو خواهشاتو پیروي كوي او هر كار قرار نیونكى دى