51. او تاسو له الله سره بل معبود مه شریكوئ، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم 52. همداسې، هغو كسانو ته چې له دوى نه مخكې وو، هېڅ یو رسول نه و راغلى مګر دوى به ویل: (دا) جادوګر دى، یا لېونى دى 53. ایا دوى په دې (خبرې) سره یو بل ته وصیت كړى دى، بلكې دوى سركشه قوم دى 54. نو ته له دوى نه مخ واړوه، پس ته هېڅ ملامت كړى شوى نه يې 55. او ته نصیحت كوه، پس بېشكه نصیحت كول مومنانو ته نفع رسوي 56. او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي 57. زه له دوى نه هېڅ رزق نه غواړم او نه دا غواړم چې دوى ما ته خوراك راكړي 58. بېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى 59. د هغو كسانو لپاره چې ظلم يې كړى دى، یقینًا د دوى د ملګرو (د عذاب) د حصې په شان حصه ده، نو دوى دې په ما تلوار نه كوي 60. پس د كافران شویو خلقو لپاره هلاكت دى، د دوى له هغې ورځې نه چې دوى سره يې وعده كولى شي
1. قسم دى په طور غر 2. او په كتاب لیكل شوي 3. په پرانستل شوې پاڼه كې 4. او (قسم دى) په ودان كړى شوي كور 5. او په پورته كړى شوي چت (چې اسمان دى) 6. او په ډك (يا بل) كړى شوي سمندر 7. بېشكه ستا د رب عذاب خامخا نازلېدونكى دى 8. هغه لره هېڅ دفع كوونكى نشته 9. هغه ورځ چې اسمان به خوځېږي، سخت خوځېدل 10. او غرونه به روان شي، سخت روانېدل 11. پس په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو لپاره هلاكت دى 12. هغه كسان چې دوى په بېكاره خبرو (جوړولو) كې لوبې كوي 13. هغه ورځ چې دوى به د دوزخ اور ته ټېل وهلى شي، سخت ټېل وهل 14. دا هغه اور دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه