29. محمد د الله رسول دى او هغه كسان چې له ده سره دي، په كافرانو باندې ډېر سخت دي، په خپل مینځ كې ډېر مهرباني كوونكي دي، ته به دوى وینې چې ركوع كوونكي، سجده كوونكي دي، له الله نه فضل او رضامندي غواړي، د دوى (د دیندارۍ) نښې د دوى په مخونو كې دي د سجدو له اثر نه، دغه په تورات كې د دوى مثال دى او په انجیل كې د دوى مثال دى، لكه هغه فصل چې خپل تېغ راوباسي، بیا هغه قوي كړي، بیا هغه (فصل، تېغ) پېړ او كلك شي بیا دغه (فصل) په خپلو پنډیو (او بېخونو) ودرېږي، په داسې حال چې زمېنداران (كروندګر) په تعجب كې اچوي، د دې لپاره چې په دغو سره كافران په غصه كړي، الله له هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، چې دغه (اصحابان) دي؛ د بخښنې او د ډېر لوى اجر وعده كړې ده
1. اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله او د هغه د رسول په مخكې مه وړاندې كېږئ، او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى 2. اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو خپل اوازونه د نبي د اواز له پاسه مه پورته كوئ، او مه ده ته په اوچت اواز خبره كوئ، لكه ستاسو د ځینو له ځینو نورو سره د اواز اوچتولو په شان، له دې وجې چې ستاسو عملونه به برباد شي او تاسو به پوه نه وئ 3. بېشكه هغه كسان چې د الله د رسول په وړاندې خپل اوازونه ټیټوي ؛ دغه هغه كسان دي چې الله د دوى زړونه د تقویٰ (او پرهېزګارۍ) لپاره ازمایلي دي، د دوى لپاره بخښنه او ډېر لوى اجر دى 4. بېشكه هغه كسان چې تا ته له حجرو نه د باندې چغې وهي، د دوى اكثره عقل نه لري