5. زمونږ له جانبه د حكم وركولو په وجه (حكم وركول دي زمونږ له جانبه) بېشكه مونږ ( د رسولانو) لېږونكي وو 6. ستا د رب د رحمت لپاره، بېشكه هم دى ښه اورېدونكى، ښه پوه دى 7. چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، كه تاسو یقین كوونكي يئ 8. نشته هېڅ یو حق معبود مګر هم دى دى، دى ژوندي كول كوي او مړه كول كوي، ستاسو رب دى او ستاسو د ړومبنیو پلرونو رب دى 9. بلكې دوى په شك كې دي، چې لوبې كوي 10. پس ته د هغې ورځې انتظار كوه چې اسمان ښكاره لوګى راوړي 11. چې خلق به پټ كړي دا ډېر دردوونكى عذاب دى 12. اى زمونږه ربه! ته زمونږ نه دغه عذاب لرې كړه، بېشكه مونږ ایمان راوړونكي یو 13. دوى ته به نصیحت اخيستل چېرته وي، حال دا چې دوى ته ښكاره بیانوونكى رسول راغلى و 14. بیا دوى له هغه نه مخ وګرځاوه او ويې ويل:(دا) تعلیم وركړى شوى دى، لېونى دى 15. بېشكه مونږ دغه عذاب لږ (وخت) لرې كوونكي یو، بېشكه تاسو بیا (كفر ته) راګرځېدونكي یئ 16. (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ نیول وكړو، تر ټولو غټ نیول، بېشكه مونږ انتقام اخيستونكي یو 17. او یقینًا یقینًا مونږ له دوى نه مخكې د فرعون قوم ازمایلى و او هغو ته ډېر عزتمند رسول راغلى و 18. چې تاسو ما ته د الله بنده ګان (بني اسرائیل) راوسپارئ، بېشكه زه تاسو لپاره امانتګر رسول یم 19. او دا چې تاسو په الله سركشي مه كوئ، بېشكه زه تاسو ته ښكاره دلیل راوړونكى یم 20. او بېشكه ما پناه نیولې ده د خپل رب او ستاسو د رب، له دې نه چې تاسو ما سنګسار كړئ 21. او كه تاسو په ما ایمان نه راوړئ، بیا نو له ما نه په ډډه شئ 22. بیا هغه له خپل رب نه دعا وغوښته چې بېشكه دغه مجرمان خلق دى 23. نو (الله ورته وویل: چې) ته زما بنده ګان د شپې بوځه، بېشكه ستاسو به تعاقب كولى شي 24. او سمندر ولاړ (ساكن) پرېږده، بېشكه دوى دي ډوب كړى شوى لښكر 25. دوى څومره ډېر باغونه او چېنې پرېښودلې 26. او فصلونه او ډېر د عزت ځاى