83. مګر په دوى كې ستا هغه بنده ګان چې خالص كړى شوي دي 84. الله وویل: پس حقه خبره دا ده، او زه حقه خبره كوم 85. چې خامخا ضرور به زه جهنم ډكوم له تا نه او له هغه چا نه چې په دوى كې ستا پیروي وكړي، له ټولو نه 86. ته (دوى ته) ووایه: زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم او زه له تكلف كوونكو څخه نه یم 87. نه دى دا (قرآن) مګر د عالمونو لپاره نصیحت 88. او خامخا ضرور به تاسو څه وخت وروسته د ده په خبر عالمان شئ
1. د دې كتاب نازلول د الله له جانبه دي، چې ډېر غالب، ښه حكمت والا دى 2. بېشكه مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، نو ته د الله عبادت كوه، په داسې حال كې چې دین هغه (الله) لره خالص كوونكى يې 3. خبردار شئ! خاص د الله لپاره خالص دین دى، او هغه كسان چې له هغه نه غیر يې دوستان (كارسازي) نیولي دي (وايي:) مونږ د دوى عبادت نه كوو مګر د دې لپاره چې دوى مونږ الله ته نژدې كړي، ښه نژدې كول، بېشكه الله به د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي، بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه دروغجن، ډېر ناشكره وي 4. كه الله غوښتلى چې (د ځان لپاره) اولاد ونیسي، (نو) خامخا ده به له خپله مخلوقه هغه غوره كړي وى چې دا يې غواړي، هغه لره پاكي ده. هم دى الله دى چې یو (او) ډېر غالب دى 5. هغه اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي، هغه شپه په ورځ تاووي (نغاړي) او ورځ په شپه تاووي او هغه لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي، هر یو مقرر كړى شوې نېټې ته روان دى، خبردار شئ! همغه ښه غالب، ښه بخښونكى دى