4. چې بېشكه ستاسو معبود یقینًا یو دى 5. چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي او د مشرقونو رب دى 6. بېشكه مونږ (ځمكې ته) زیات نژدې اسمان په زینت سره ښايسته كړى دى، چې ستوري دي 7. او له هر سركښه شیطان نه مو ښه ساتلى دى 8. دغه (شیطانان) تر ټولو لوړ مجلس ته غوږ نشي نیولى او دوى له هره جانبه ویشتل شي 9. د شړلو لپاره او د دوى لپاره همېشنى عذاب دى 10. غیر له هغه (شیطان) نه چې وتښتوي یو كرت تښتونه، نو په ده پسې شي لمبه رڼا كوونكې 11. نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه چې ایا دوى د تخلیق په لحاظ ډېر سخت دي، یا هغه چې مونږ پیدا كړي دي؟، بېشكه مونږ دوى له سرېښناكې خټې نه پیدا كړي دي 12. بلكې ته (د دوى په انكار) تعجب كوې، په داسې حال كې چې دوى (په تا پورې) مسخرې كوي 13. او كله چې دوى ته نصیحت وكړى شي، دوى پند (نصیحت) نه اخلي 14. او كله چې دوى كومه (نښه دلیل) وویني، (نو ورپورې) ډېرې مسخرې كوي 15. او وايي چې نه دى دا (چې مونږ ولید) مګر ښكاره جادو 16. ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا په رښتیا به مونږ خامخا بیا ژۃوندي راپاڅول كېږو؟ 17. او ایا زمونږ ړومبني پلرونه هم؟ 18. ته (دوى ته) ووایه: هو! په داسې حال كې چې تاسو به ذلیل هم یئ 19. پس همدا خبره ده چې هغه (قیامت) خو یوه چغه ده، نو ناڅاپه به دوى ګوري 20. او دوى به وايي: اى زمونږ هلاكته! دا د بدلې ورځ ده 21. دا د فیصلې ورځ ده، هغه ورځ چې تاسو به د دې تكذیب كاوه 22. (الله به ملايكو ته ووايي:) تاسو راټول كړئ هغه كسان چې ظلم (شرك) يې كړى دى او د دوى جوړې (د عقیدې ملګري) او هغه څه چې دوى به يې عبادت كاوه 23. له الله نه غیر، نو تاسو دوى د دوزخ په لاره روان (او برابر) كړئ 24. او دوى ودروئ، بېشكه له دوى نه پوښتنې كول شي 25. په تاسو څه دي چې یو له بله سره مرسته نه كوئ؟ 26. بلكې دوى نن ورځ (پخپله) تسليمېدونكي دي 27. او د دوى ځینې به ځینو نورو ته مخ ورواړوي، یو تربله به پوښتنې كوي 28. وبه وايي (كشران مشرانو ته) بېشكه هم تاسو وئ چې مونږ ته به په زور سره راتللئ 29. وبه وايي (مشران په جواب كې) بلكې تاسو پخپله ایمان راوړونكي نه وئ