44. ایا دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي، پس چې وویني چې د هغو كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، او هغوى له دوى نه په قوت كې زیات سخت و او الله كله هم داسې نه دى چې هغه لره دې عاجزه كړي هېڅ كوم شى په اسمانونوكې او په ځمكه كې، بېشكه هغه (الله) له ازله ښه پوه، ښه قادر دى 45. او كه چېرې الله خلق نیولي وى په سبب د هغو (بدو عملونو) چې دوى كړي دي، نو د دې (ځمكې) په شا به يې هېڅ زنده سر(خوځنده) نه و پرېښى او لېكن دوى تر ټاكل شوې نېټې پورې وروسته كوي، نو كله چې د دوى نېټه راشي، نو بېشكه الله خپلو بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى
1. يا، سين 2. قسم دى په قرآن، چې ډېر د حكمت والا دى 3. بېشكه ته، یقینًا له رسولانو ځنې يې 4. په نېغه لار يې 5. (دغه قرآن) د ډېر غالب، بې حده مهربان نازلول دي 6. د دې لپاره چې ته هغه قوم ووېروې چې د دوى پلرونه نه دي وېرول شوي، نو (ځكه) دوى غافلان دي 7. یقینًا یقینًا د دوى په زیاترو باندې (د عذاب) خبره ثابته شوې ده، نو (په دې وجه) دوى ایمان نه راوړي 8. بېشكه مونږ د دوى په غاړو (څټونو) كې طوقونه اچولي دي، نو دغه (طوقونه) تر زنو پورې دي، نو (په دې سره) دوى جګ سري كړى شوي دي 9. او مونږ د دوى په مخه كې یو دېوال كړى دى او یو دېوال د دوى شا ته، پس مونږ دوى پټ كړي دي، لهذا دوى هېڅ نه ویني