49. ته ووایه: حق راغى او باطل نه اول ځلې پیدا كول كولى شي او نه دوباره ژوندي كول كولى شي 50. ته (دوى ته) ووایه: كه چېرې زه ګمراه شم، نو یقینًا يواځې د خپل ځان په ضرر ګمراه كېږم او كه ما هدایت ومونده، نو په سبب د هغه كلام چې زما رب يې ما ته وحي كوي، بېشكه هغه ښه اورېدونكى، ډېر نژدې دى 51. او كه ته ووینې كله چې دوى ووېرېږي، نو هېڅ خلاصى به نه وي او دوى به له ډېر نژدې ځایه ونیول شي 52. او دوى به ووايي: مونږ په دغه (الله) ایمان راوړى دى، او د دوى لپاره به د ډېر لرې ځاى نه نیول له كومه وي! 53. حال دا چې یقینًا دوى په ده سره له دې نه مخكې كافران شوي وو او دوى به بې له لیدلو ویشتل كول، له ډېر لرې ځایه 54. او پرده به واچول شي د دوى په مینځ كې او په مینځ د هغه شي كې چې دوى يې غواړي (او ارمان يې كوي) لكه چې د دوى له ملګرو (هم جنسو) سره(دا كار) كړى شوى و له دوى نه مخكې، بېشكه دوى په اضطراب اچوونكي شك كې وو
1. ټولې ستاينې خاص د الله لپاره دي چې د اسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى، ملايكو لره رسولان ګرځوونكى دى، (داسې ملايك) چې د وزرو والا دي، دوه دوه او درې درې او څلور څلور، هغه په تخلیق كې زیاتوي چې څه وغواړي، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى 2. هر هغه شى چې الله يې د خلقو لپاره له رحمته پرانیزي، نو د هغه (رحمت) هیڅوك بندوونكى نشته او هر شى چې هغه يې بند كړي، نو د هغه راخلاصوونكى نشته د هغه (الله) نه بعد، همغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى 3. اى خلقو! تاسو د الله هغه نعمتونه یاد كړئ چې په تاسو شوي دي، ایا له الله نه غیر (بل) خالق شته، چې تاسو ته له اسمان او ځمكې نه رزق دركوي؟ نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، نو كوم اړخ ته تاسو ګرځولى كېږئ