59. همداسې الله د هغو كسانو په زړونو مهر لګوي چې نه پوهېږي 60. نو (اى نبي) ته صبر كوه، بېشكه د الله وعده حقه ده او تا دې له سره سپك نه كړي هغه كسان چې (په اخرت) یقین نه لري
1. الف، لام، ميم 2. دغه د حكمت لرونكي كتاب ایتونه دي 3. په داسې حال كې چې نېكي كوونكو لپاره هدایت او رحمت دى 4. هغه كسان چې لمونځ قايموي او زكات ادا كوي او په اخرت باندې هم دوى یقین كوي 5. دغه كسان په هدایت باندې دي د خپل رب له جانبه او همدغه كسان پوره كامیاب دي 6. او په خلقو كې ځینې هغه څوك دي چې عبثې خبرې اخلي، د دې لپاره چې بې له علمه د الله له لارې نه (خلق) ګمراه كړي او دغه (لاره) مَسخره جوړه كړي، دغه كسان چې دي، د دوى لپاره سپكوونكى عذاب دى 7. او كله چې ده ته زمونږ ایتونه ولوستل شي (نو) مخ وګرځوي، په داسې حال كې چې ډېر تكبر كوونكى وي، ګویاكې ده دا له سره اورېدلي نه دي، ګویاكې د ده په دواړو غوږونو كې دروندوالى (كوڼوالى) دى، نو ته ده ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه 8. بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى اونېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره د نعمتونو جنتونه دي 9. چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي (دغه وعده كړې ده) وعده د الله حقه او همغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى 10. هغه، اسمانونه بې له ستنو پیدا كړي دي چې تاسو هغه وینئ او په ځمكه كې يې پاخه غرونه غورځولي (پیدا كړي) دي چې دغه (ځمكه) تاسو ونه خوځوي. او په دغې (ځمكه) كې هر قسمه خوځنده (زنده سر) خواره كړي دي او مونږ له بره نه اوبه نازلې كړې دي، بیا مونږ په دغې (ځمكه) كې هر قسمه ښې عمده (غلې، ګياګانې) رازرغونې كړې