6. او بېشكه ته (چې يې) خامخا تا ته د ډېر حكمت والا، ښه علم والا (الله) له جانبه قرآن ښوولى (او عطا كولى) شي 7. (یاد كړه) هغه وخت چې موسٰى خپلې ښځې ته وویل: بېشكه ما اور ولیده، زه به تاسو ته له دغه (ځاى) نه څه خبر راوړم، یا به تاسو ته بله كړى شوې لمبه راوړم، د دې لپاره چې تاسو تاوده شئ 8. نو كله چې دى هغه (اور) ته راغى، اواز وكړى شو، داسې چې بركتي كړى شوى دى هغه چې په اور كې دى او هغه چې د ده (اور) چاپېره دى او پاكي ده الله ته چې رب العلمین دى 9. اى موسٰى! بېشكه شان دا دى چې هم زه الله یم، ښه غالب، ښه حكمت والا 10. او ته خپله امسا وغورځوه، نو كله چې هغه دا ولیدله چې خوځېږي، ګویا كې دغه (همسا) نرى سپین تېز مار دى، نو وتېښتېده چې شاكوونكى و او بېرته راونه ګرځېده، اى موسٰى، مه وېرېږه، بېشكه زه چې یم، له ما سره رسولان نه وېرېږي 11. خو هغه څوك چې ظلم يې كړى وي، بیا له بدۍ نه پس نېكي په بدل كې راوړي، نو بېشكه زه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى یم 12. او ته خپل لاس په خپل ګرېوان كې ننباسه، (نو) له بيمارۍ (او عیب) نه بغیر به تك سپین راووځي، (دا حساب دي) په نهو معجزو كې (چې ته ورسره لېږل شوى يې) فرعون او د هغه قوم ته، بېشكه دوى یو فاسق (نافرمانه) قوم دى 13. نو كله چې دوى ته زمونږ نښې (معجزې) راغلې، چې روښانه وې، (نو) دوى وویل: دا ښكاره جادو دى 14. او دوى له دغو (معجزو) نه انكار وكړ، د ظلم او سركشۍ په وجه، حال دا چې د دوى نفسونو په دغو یقین كړى و، نو ته وګوره د فساد كوونكو انجام څنګه و؟ 15. او یقینًا یقینًا مونږ داود او سلیمان ته (خاص) علم وركړى و او هغو دواړو وویل: ټوله ستاينه خاص د هغه الله لپاره ده چې مونږ ته يې په خپلو مومنو بنده ګانو كې په ډېرو زياتو باندې فضيلت راكړى دى 16. او سلیمان د داود (په علم، نبوت او سلطنت كې) وارث شو او هغه وویل: اى خلقو! مونږ ته د الوتونكو (مرغانو) خبرې ښوول شوې دي او مونږ ته له هر څیز نه راكړه شوې ده، بېشكه دا، خامخا هم دغه ښكاره فضل دى