1. (دا) یو سورت دى چې مونږ دا نازل كړى دى او مونږ دا فرض كړى دى او مونږ په ده كې ښكاره ایتونه نازل كړي دي، د دې لپاره چې تاسو نصیحت واخلئ 2. هغه ښځه چې زنا يې كړي وي او هغه سړى چې زنا يې كړي وي، نو تاسو (اى قاضیانو او حاكمانو) په دغو دواړو كې هر یو سل دُرې ووهئ او تاسو دې د الله په دین كې (په حكم نافذولو كې) په دغو باندې زړه سوى ونه نیسي، كه یئ تاسو چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لرئ او د دې دواړو سزا ته دې د مومنانو یوه ډله حاضره وي 3. زنا كار سړى نكاح نه كوي مګر له زناكارې، یا مشركې ښځې سره او زناكاره ښځه، له هغې سره نكاح نه كوي مګر زنا كار، یا مشرك سړى او په مومنانو باندې دغه (زنا او د زنا كارو سره نكاح) حرام كړى شوي دي 4. او هغه كسان چې په پاكدامنو ښځو تهمت لګوي، بیا څلور ګواهان رانه ولي، نو تاسو دوى اتیا دُرې ووهئ او هېڅكله هم د دوى ګواهي مه قبلوئ او همدغه كسان فاسقان دي 5. مګر هغه كسان چې له دې نه بعد توبه وباسي او (د ځان) اصلاح وكړي، نو بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 6. او هغه كسان چې په خپلو ښځو تهمت ولګوي او له خپلو ځانونو نه غير نور د دوى لپاره څوك ګواهان نه وي، نو د دوى د یو ګواهي څلور ځلې د الله په نامه شاهدي كول دي چې بېشكه دا خامخا له رښتينو څخه دى 7. او پنځمه (ګواهي) دا چې بېشكه په ده دې د الله لعنت وي كه دا له دروغجنو ځنې وي