1. ټولې ستاينې خاص هغه الله لره دي چې پر خپل بنده يې كتاب نازل كړى دى او په ده كې يې هېڅ كوږوالى نه دى ایښى 2. په دې حال كې چې سم برابر دى، د دې لپاره چې هغه دوى له ډېر سخت عذاب نه ووېروي، چې د هغه (الله) له جانبه (راتلونكى) دى او مومنانو ته زېرى وركړي چې نېك عملونه كوي چې بېشكه د دوى لپاره ډېر ښكلى اجر دى 3. چې دوى به تل ترتله په هغه كې اوسېدونكي وي 4. او چې هغه كسان ووېروي چې (له ډېره جهله) وايي: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى 5. دوى ته پر دې خبره هېڅ علم نشته او نه د دوى پلرونو ته، دا د خبرې په لحاظ ډېره غټه (خبره) ده چې د دوى له خولو نه راوځي، دوى نه وايي مګر دروغ 6. نو ښايي چې ته په دوى پسې وروسته (په ګرځېدو سره) له ډېره غمه د خپل ځان وژونكى شې كه دوى پر دې خبره (قرآن) ایمان رانه وړي 7. بېشكه مونږ (چې یو) مونږ هر هغه څیز چې د ځمكې له پاسه دى د دغې لپاره زینت ګرځولى دى، د دې لپاره چې مونږ دوى و ازمایو چې په دوى كې كوم یو د عمل په لحاظ ډېر غوره دى 8. او بېشكه مونږ خامخا هغه څه چې په دې (ځمكه) باندې دي؛ وچ كلك ډاګ ګرځوونكي یو 9. ایا ته ګمان كوې چې بېشكه د غار او تختۍ والا زمونږ په نښو كې ډېر عجیبه وو؟ 10. (یاد كړه) هغه وخت چې ځلمیانو غار ته رجوع وكړه (په غار كې يې پناه واخيسته)، نو ويې ويل: اى زمونږ ربه! ته مونږ ته له خپل جانب نه رحمت راكړه او زمونږ لپاره زمونږ په دې كار كې (اسباب د) هدایت برابر كړه 11. نو مونږ د دوى پر غوږونو خوب واچاوه، په غار كې څو كاله په شمېر