118. او كه ستا رب غوښتلى خامخا به يې خلق ټول یو امت ګرځولي وو او دوى به همېشه اختلاف كوونكي وي 119. مګر هغه څوك چې ستا رب پرې رحم وكړي او د دغه (اختلاف او رحمت) لپاره يې دوى پیدا كړي دي او ستا د رب خبره پوره شوې ده چې خامخا هرومرو به زه جهنم له پېریانو او انسانانو ټولو نه ضرور ډكوم 120. او مونږ تا ته د رسولانو له خبرونو ځنې ټول هغه څه بیانوو چې په هغو سره مونږ ستا زړه كلكوو او تا ته په دې (خبرونو) كې راغلى دى حق او نصیحت او یادونه لپاره د مومنانو 121. او ته هغو كسانو ته چې ایمان نه راوړي، ووایه: تاسو پر خپل ځاى (او حال) عمل كوئ، بېشكه مونږ هم عمل كوونكي یو 122. او تاسو انتظار كوئ، بېشكه مونږ هم انتظار كوونكي یو 123. او خاص الله لره دى د اسمانونو او ځمكې (علمِ) غیب او خاص هم ده ته (د بنده ګانو) ټول كارونه بېرته ورګرځولى شي، نو تهٔ د ده عبادت كوه او پر ده توكل كوه او ستا رب له سره غافله نه دى له هغو كارونو نه چې تاسو يې كوئ
1. الف، لام، را، دا د واضح كتاب ایتونه دي 2. بېشكه مونږ دا نازل كړى دى، په داسې حال كې چې عربي قرآن دى، د دې لپاره چې تاسو پوه شئ 3. (اى نبي!) مونږ تا ته تر ټولو ښه بیان (قصه) اوروو، د دې قرآن په ذريعې سره چې مونږ تا ته وحي كړى دى، او بېشكه شان دا دى چې ته د دې (قرآن له نازلېدلو) نه مخكې خامخا له ناخبرو ځنې وې 4. (یاد كړه هغه وخت) كله چې یوسف خپل پلار ته وویل: اى زما پلار جانه! بېشكه ما (په خوب كې) یوولس ستوري او لمر او سپوږمۍ ولیدل، ما دوى ولېدل چې ما ته سجده كوونكي وو