107. او كه چېرې الله تا ته څه تكلیف درورسوي، نو له هغه نه غير هیڅوك هغه (تكلیف) لره لرې كوونكى نشته او كه چېرې هغه له تا سره د خیر اراده وكړي، نو د هغه فضل لره هېڅ منع كوونكى نشته، په خپلو بنده ګانو كې چا ته چې وغواړي وررسوي يې او هماغه ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى 108. ته ووایه: اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه حق راغى، نو هغه چا چې هدایت اختيار كړ، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه د خپل ځان لپاره هدایت حاصلوي اوڅوك چې بې لارې شي، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه د خپل ځان په ضرر ګمراه كېږي او زه پر تاسو باندې نګران نه یم 109. او ته متابعت كوه د هغه څه چې تا ته وحي كولى شي او صبر كوه تر هغه پورې چې الله فیصله وكړي او هغه تر ټولو غوره فیصله كوونكى دى
1. الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې ایتونه يې محكم كړى شوي دي، بیا د ښه حكمت والا، پوره خبردار ذات له خوا نه په تفصیل سره بیان شوي دي 2. دا چې تاسو عبادت مه كوئ مګر يواځې د الله، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه (رالېږل شوى) وېروونكى او زېرى وركوونكى یم 3. او دا چې تاسو له خپل رب نه مغفرت وغواړئ، بیا هغه ته توبه وباسئ (، نو) هغه به تاسو ته د یوې مقررې نېټې پورې ډېره ښكلې فايده دركړي او هر فضل والا ته به د هغه فضل وركړي او كه چېرې تاسو وګرځېدئ، نو بېشكه زه پر تاسو باندې د ډېرې سترې ورځې د عذاب وېره لرم 4. خاص الله ته ستاسو واپس ورتله دي او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى 5. خبردار شئ! بېشكه دوى خپلې سینې دوه قته كوي، د دې لپاره چې له هغه نه پټ شي، خبردار شي! كله چې دوى خپلې جامې اغوندي، هغه (الله) پوهېږي پر هغه څه چې دوى (يې) پټوي او پر هغه څه چې دوى (يې) څرګندوي، بېشكه هغه د سینو پر پټو خبرو (هم) ښه پوه دى