1. الف، لام، ميم 2. دا (عظيم) كتاب دى، په ده كې هېڅ شك نشته، د پرهېزګارانو لپاره هدايت دى 3. هغه خلق چې پر غيبو ايمان راوړي او لمونځ قايموي او له هغه (مال) نه څه حصه خرچ كوي؛ چې مونږ هغوى ته وركړى دى 4. او هغه خلق چې ايمان راوړي پر هغه (كتاب) چې تا ته نازل كړى شوى دى او پر هغو (كتابونو) چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي، او پر اخرت همدوى يقين لري