1. ډېر بركتناك دى هغه ذات چې په خپل بنده يې فرقان (قرآن) نازل كړى دى، د دې لپاره چې دى د خلقو لپاره وېروونكى شي 2. هغه ذات چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او هېڅ اولاد يې نه دى نیولى او د ده لپاره په بادشاهۍ كې هېڅ شریك نشته، او هر شى يې پیدا كړى دى، نو هغه يې په اندازه كړى دى، اندازه كول